
پېنډې 30 دسمبر (اے پي پي) د اسلام آباد كراټې اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې اسلام آباد اوپن فرېنډ شپ كراټې چېمپئن شپ به د جنورې په 15مه نېټه د پاكستان سپورټس بورډ په حميدي هال كښې كېږي. د اسلام آباد كراټې اېسوسي اېشن صدر اعجازالحق له مخې چېمپئن شپ لپاره چمتووالې نيول شوې. په ايونټ كښې د ګډون خواهش لرونكي لوبغاړي د جنورې تر 4مه نېټه رجسټرېشن كولې شي.