د پنځم بې نظير بهټو شهيد نېشنل ټېنس چېمپئن شپ د فائنل لوبې به ﴿نن﴾ كېږي

اسلام آباد 21 دسمبر(اے پي پي) د پنځم بې نظير بهټو شهيد نېشنل ټېنس چېمپئن شپ د فائنل لوبې به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د اسلام آباد په ټېنس كمپلېكس كښې كېږي. د ټورنامنټ چيف آرګنائزر او پخوانې ډيووس كوچ فضل سبخان له مخې په دې چېمپئن شپ كښې د ټول هېواد نه نارينه او زنانه لوبغاړو ګډون كړے. ده ووئيل چې د چېمپئن شپ فائنل لوبې به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي او په پاې كښې به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو ته انعامات وركولې شي.