د سري لنكا په ضد دوهم ټېسټ مېچ كښې د پاكستان ټاسو ګټلو سره د وړومبي بېټنګ كولو پرېكړه٬ پاكستانۍ لوبډله كښې يوه تبديلي

کراچۍ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان او سري لنكا ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز دوهم او آخري ټېسټ مېچ كښې د پاكستان كركټ لوبډلې سرلوبغاړي اظهر علي ټاس ګټلو سره د وړومبي بېټنګ كولو پرېكړه كړې ده۔ د زيارت په ورځ نېشنل سټیډیم كښې پېل كېدونكي 5 ورځني ټېسټ مېچ كښې د پاكستان كركټ لوبډله كښې يوه تبديلي شوې ده او ياسر شاه لوبډله كښې شامل كړې شوې دې۔ په نورو لوبغاړو كښې کپتان اظهر علی، شان مسعود، عابد علی، بابراعظم، اسد شفیق، حارث سهېل، وکټ کیپر محمد رضوان، محمد عباس، شاهین شاہ آفریدی او نسیم شاہ شامل دې۔ د سري لنكا لوبډله كښې کپتان ډیموتھ کرونارتنے، اوشادہ فرنېنډو، کوثل مېنډس، انجیلو میتھیوز، دینش چندیمل، وکټ کیپر نیروشن ډیک ویلا، دھنن جیا ډی سلوا، دلروان پریرا، ویشوا فرنینډو، لاستھ ایمبول ډینایا او لاھیرو کمارا شامل كړې شوې دې۔۔