د هند او وېسټ انډيز ترمينځه پرېكنده مېچ د دسمبر په 22 مه نېټه كېږي

کټک ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د هند او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز درېم او پرېكنده مېچ د روانې دسمبر مياشتې په 22 مه نېټه كټك كښې كېږي۔ ددواړو لوبډلو ترمينځه سيريز 1-1 سره برابر دې۔ وېسټ انډيز په اولني مېچ كښې هند ته 8 وكټونو او هند سيريز كښې كم بېك كولو سره وېسټ انډيز ته دوهم مېچ كښې 107 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ هندي كركټ لوبډله به د ويرات كوهلي او د وېسټ انډيز لوبډله به د کېرن پولارډ په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو سرلوبغاړو سيريز كښې كاميابۍ له بيانونه وركړې دي ځكه هيله ده چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ دې وروستي او پرېكنده مېچ كښې مقابله ډېره سخته وي