د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر نړيوالې ورورولۍ څخه كډوالو لپاره د زياتې مالي مرستې غوښتنه وكره

جنېوا ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش د ګردې نړۍ هېوادونو څخه كډوالو لپاره د زياتې مالي مرستې غوښتنه كړې ده۔ ده ووئيل تر دې دمه بېلو براعظمونو كښې كډوالو ته زياتره پرمختګ كوؤنكو هېوادونو پناه وركړې ۔ دا خبره ده جنېوا كښې ګلوبل ریفیوجی فورم ته خطاب كښې وكړه۔ د المان خارجه وزير هائیکو ماس ووئيل په نړۍ كښې كډوالو ته د پناه وركوؤنكو هېوادونو اقتصادي حالت د منځومانې دے كومو كښې چې یوګنډا او د پاکستان په ډول رياستونه شامل دي۔ د ملګرو ملتونو له مخې دا مهال په ګرده نړۍ كښې د كډوالو شمېره 71 ملينه ده۔