کابل ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت خوست كښې د مائن چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د 3 كوچنيانو په شمول 10 وګړي وژلې شوي دي۔ د صوبائی پولیس وياند حېدر عديل ووئيل دا چاؤدنه علي شېر اولسوالۍ كښې د نهې په ورځ سحر وختي هغه مهال وشوه كله چې يو ګاډې د سړك په غاړه په ځائې كړې شوي مائن سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 10 وګړي ووژل شول۔ ده ووئيل په وژلې شويو كسانو كښې 3 كوچنيان او 2 مېرمنې شامل دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې افغان چارواكي د مائن چاؤدنو تور په طالبان عسكريت خوښو لګوي