كهټمنډو 15 دسمبر(اے پي پي) په نيپال كښې د بس په پېښه كښې 14 كسان مړه او 16 ژوبل شوي دي. د ځائي پوليسو وياند له مخې دا پېښه په سندهو پال سيمه كښې د اتوار په ورځ هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مسافرو يو بس ژورې كندې ته پرېوتو. ده ووئيل چې ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي. بس د مذهبي ځائي ډولكها څخه پايه تخت كهټمنډو ته روان و.