نوې ډيلې 15 دسمبر(اے پي پي) په هند كښې په 4 منزله ودانې كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 3 مېرمنې مړې او 4 كسان ژوبل شوي دي. د هندي مېډيا له مخې دا پېښه تېره شپه په پايه تخت نوي ډيلي كښې رامېنځ ته شوې. د خبر له مخې اور ناڅاپي ولګېدو او د سترګو په رپ كښې ئې ټوله وداني په ولكه كښې واخسته. د ځائي پوليسو وياند له مخې په پېښه كښې 3 مېرمنې مړې او 4 كسان ژوبل شوي دي. د يادونې وړ ده چې تېره اونې په دې سيمه كښې د اور لګېدنې په يوه پېښه كښې 43 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو.