په نائيجېريا كښې د بوكوحرام ډلې په بريد كښې 15 كسان وژل شوي دي

ابوجا 15 دسمبر(اے پي پي) په نائيجېريا كښې د بوكوحرام ډلې په بريد كښې 15 كسان وژل شوي دي. د بورنو ايالت څخه د پارلمان غړي عثمان جناح له مخې د بوكوحرام ترهګر په يوولس ګاډي كښې راغلي وو او د شپې په وخت ئې د مېدوګري سيمې څخه 40 كلوميټره لرې په شمالي سيمه بريد وكړو. ده ووئيل چې په بريد كښې 15 وګړي وژل شوي دي.