بيجنګ 15 دسمبر(اے پي پي) د چين په سېچوان ولايت كښې د كوئلې كان ته د سېلاب اوبو ننوتلو په پېښه كښې 4 كسان مړه او 14 ګېر شوي دي. د چارواكو له مخې د رېسكيو ډلې د ګېر شويو كسانو بچ كولو هر ډول ممكنه هڅې كوي. د چارواكو له مخې 200 خلق هم مرستندويه ډلو سره د مرستې په چارو بوخت دي. په مواصلاتو كښې د خنډ پېدا كېدو په وجه ګېر شويو كسانو سره رابطه نه ده شوې.