هند دې د مذهبي اقليتونو د حقونو تحفظ باوري كړي. امريكا

واشنګټن 14 دسمبر(اے پي پي) امريكې وئيلي دي چې په هند كښې د شهريت په اړه په اړوند قوانينو كښې د بدلون جاج اخلي او په دې لړ كښې د امريكې حكومت د هند په حكومت ټينګار كوي چې په هېواد كښې دې د مذهبي اقليتونو د حقونو تحفظ باوري كړې شي. د امريكې د خارجه محكمې يو وياند وئيلي دي چې بايد هند د جمهوري اقدارو او آئين خيال ساتلو سره د اقليتونو د حقونو خيال وساتي.