كابل 14 دسمبر(اے پي پي) په افغانستان كښې په يو داخلي بريد كښې 23 عسكر وژل شوي دي. د المانې مېډيا له مخې په غزني ولايت كښې يوې پوځي ډلې خپل 23 ملګري وژل دي. د خبر له مخې دا بريد هغه ډلې كړې دې د كومې تعلق چې طالبانو سره و. د ځائي چارواكو له مخې دا پېښه د قاراباغ په ولسوالې كښې په يوه پوځي اډه رامېنځ ته شوې. طالبانو د بريد ذمه واري قبوله كړې او ادعا ئې كړې چې په دې بريد كښې د وژل شويو عسكرو شمېره 32 ده. ازادو سرچينو لا د وژل شويو كسانو د شمېرې تصديق نه دے كړے.