ماسكو 14 دسمبر(اے پي پي) په روسيه كښې په ډسپنسري كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې يو تن مړ او 7 سوځېدلي دي. د روسيې د بېړنو چارو وزارت وئيلي دي چې دا پېښه د خالي په ورځ د روسيې د ټومن ښار په يوه ډسپنسري كښې رامېنځ ته شوې. د خبر په راتلو د اور مړ كولو عمله په سمدستي توګه د پېښې ځائ ته ورسېده. د چارواكو له مخې په اور قابو موندل شوې او سوځېدلي كسان روغتون ته درملنې لپاره وړل شوي دي.