په مقبوضه كشمير كښې د هندي محاصرې په 132مه ورځ هم صورتحال بدتره و

سرينګر 14 دسمبر(اے پي پي) په مقبوضه كشميړ كښې پرله پسې په 132مه ورځ هم د هند پوځي محاصره روانه وه چې له امله ئې د مقبوضه سيمې او جمو په منطقه كښې صورتحال د پخوا په شان بدتره و. د كشمير مېډيا سروس له مخې د دفعه 144 له مخې د بندېزونو، انټرنېټ او موبائل فون سروس معطلې په وجه خلق سختو ستونزو سره مخ دي. د محاصرې او بندېزونو له امله خلق د خوراك، د ژوند بچ كولو داروګانو او نورو ضرورياتو سخت كمي سره مخ دي. د واورې ورېدو او باران له امله د خلقو ستونزې نورې هم زياتې شوې دي.