
بيجنګ 02 دسمبر (اے پي پي) چين هانګ کانګ كښې د جمهوريت خوښې تحريك او د مظاهرچيانو د ملاتړ كولو په ځواب د امريكې په اېن جي اوز بندېز لګولے او د امريكې جنګي بېړو او الوتكو ته د هانګ كانګ د دورو اجازه نه وركولو اعلان ئې كړے۔ د چين د خارجه وزارت وياند ہوا چونينګ د خبري بريفنګ په مهال ووئيل هانګ كانګ كښې په مظاهرو د چين د اېن جي اوز په نامناسبه رويې حكومت پرېكړه كړې چې د امريكې د جنګي بېړو او الوتكو يوې ورځې لپاره هانګ كانګ كښې د قيام د درخواست جاج اخستل به معطل وي او په اېن جي اوز به بنديز لګوي۔ وياند ووئيل چين په امريكې زور رواړې چې ھغه دې د چين او هانګ كانك په كورنۍ معامله كښې لاس وهنه بنده كړي