سري لنکا مهمو هېوادونو سره نيغ په نېغه سرمايه كاري زياتول غواړي۔ دوهم وزير كهېليا رامبكوېلا

کولمبو 02 دسمبر(اے پي پي) سري لنکا وئيلي دي مونږ نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري زياتول غواړو او په دې لړ كښې چين او نورو مهمو هېوادونو سره د سرمايه كارۍ خوښي لرو۔ د دې خيالاتو څرګندونه سرمايه كارۍ لپاره دوهم وزير کهيليا رامبکويلا د ګل په ورځ كولمبو كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت به هېواد كښې سرمايه كار دوسته ماحول لپاره ګامونه پورته كوي او مونږ دا غواړو چې راتلونكې كال چين ٬ هند او د جاپان پشمول د نورو هېوادونو لخوا سري لنكا كښې سرمايه كارۍ ته وده وركړيې شي ۔ ده ووئيل نوې ټاكلې اولس مشر د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې كوي۔