ماسكو 01 دسمبر (اے پي پي) په روسيه كښې د مسافرو بس د پل نه درياب ته د لوېدو په پېښه كښې 19 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي. د مېډيا راپورونو له مخې د روسيې چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې دا بس د سري ټېنسك څخه چيتا سيمې ته روان و چې د سائبېريا په كوئينګا درياب كښې پرېوتو. په بس كښې 40 كسان وو په كومو كښې چې 19 مړه او 21 ژوبل شوي دي.