تهران 01 دسمبر (اے پي پي) د اېران پارلماني ټاكنو لپاره د كانديدانو د رجسټرېشن عمل پېل شو. په اېران كښې به ټاكنې د فرورې په مياشت كښې كېږي. په دې ټاكنو كښې د اصلاح پسند اولس مشر روحاني او د ده مخالف قدامت پسندو ترمېنځه د مقابلې توقع ده. په اېران كښې د نومبر په مياشت كښې د پېټروليم مصنوعاتو په بېعو كښې د اضافې نه پس د حكومت په ضد د مظاهرو نه پس د ټاكنو اهميت لا زيات شوے.