د امريكائي الوتكې په پېښه كښې 9 كسان مړه او 3 ژوبل شوي

نيويارك 01 دسمبر (اے پي پي) د امريكې د سوئيلي ډكوټا ايالت په چېمبرلېن سيمه كښې د يوې الوتكې لوېدو په پېښه كښې 9 كسان مړه او درې ژوبل شوي دي. د ځائي مېډيا له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په الوتكه كښې 12 كسانو سفر كولو ، يو انجڼ لرونكې الوتكه د پرواز كولو نه پس زر رالوېدو سره تباه شوه. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي. د پېښې نه وړاندې د خراب موسم او طوفان خبردارې وركړے شوے و.