اېران د خپلواكه فلسطيني هېواد غوښتنه وكړه

ويانا 01 دسمبر (اے پي پي) د آسټريا په پلازمينه ويانا كښې په نړيوالو ادارو كښې د اېران نائب استازي په فلسطين د عاصبانه قبضې ختمولو او د يو خپلواكه فلسطيني هېواد غوښتنه كړې د كوم پلازمينه چې بيت المقدس وي. په ويانا كښې د اېران نائب استازے رضا عائبي فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونې نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ووئيل چې پوخ امن هغه وخت راتلې شي كله چې په فلسطين قبضه ختم شي او د فلسطينيانو د حقونو تحفظ وشي. ده ووئيل چې داسې فلسطينې هېواد دې جوړ كړے شي چې بيت المقدس ئې پايه تخت وي.