نائیجیریا كښې د ګاز سلېنډر چاؤدنې پېښه ٬ 2 كسان مړه ٬ 23 ژوبل

ابوجه۔ 29 نومبر (اے پی پی) نائیجیریا كښې د سلېنډر چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 23 نور سوزېدو سره سخت ژوبل شوي دي۔ د ریسکیو چارواكو له مخې دا چاؤدنه لاګوس جزيرې ته نزدې اجیګنله نومې سيمه كښې د ګاز سلېنډرو يو ګودام كښې د ګاز ليك كېدو له امله رامخې ته شوه۔ د ځائي پوليس له مخې د پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 23 نور سوزېدو سره سخت ژوبل شوي كوم چې نزدې روغتون ته رسولې شوي دي۔