منګوليا اسټراليا له د 45 زره امريكائي ډالرو مرسته اعلان كړه

الن باټر28 نومبر (اے پي پي) منګوليا آسټراليا له د بشري خواخوږۍ په بنياد د 45 زره امريكائي ډالرو وركولو د مرستې پرېكړه كړې۔ په پايه تخت الن باټر كښې د جاري شوي بيان له مخې د اسټراليا په دوه ايالتونو نيو ساٶته وېلز او كوئېنز لېنډ كښې په ځنګلو د اور لګېدو له امله په لويه كچه تباهي شوې ده ٬ يو شمېر كسان مړه٬ او د سلګونو په شمېر املاك ته زيان رسېدلې ٬ د منګوليا نزدې 7 زره وګړي تعليم او د روزګار په لړ كښې په اسټراليا كښې مېشته دي۔ د يادونې وړ ده د مرستې د اعلان پرېكړه حكومت باقاعده غونډه كښې كړې