د امریکې ټيكساس ریاست کیمیکل پلانټ كښې چاؤدنه، 3 كسان ژوبل، 60 زره محفوظ ځايونو ته ورسولې شول

پورټ نیچس 28 نومبر (اے پی پی) د امریکې ټيكساس ریاست كښې په يو کیمیائی پلانټ كښې د چاؤدنې نه پس نزدې سيمه كښې مېشته 60 زره كسان محفوظو ځايونو ته رسولو سره سيمه خالي كړې شوي۔ ځائې وخت له مخې سهار 7 بجې وړومبۍ چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې درې خوارې كښ مړه شويل۔ دې نه پس د چاؤدنو يوه لړۍ پيل شوه او نزدې كورونو ته هم زيان ورسيد۔ چاؤدنه دومره زوروره وه چې شدت ئې 48 کلومیټره لري هم محسوس شوې۔ ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي۔ د چاؤدنې وجوهات تر دې دمه نه دې معلوم شوي۔