تهران 28 نومبر (اے پی پی) د ایران پارلمان د قامی سلامتیا او خارجه پالیسۍ کمېشن وياند حسېن نقوی حسینی وئيلي دي چې تيره اوونۍ كښې د احتجاجی مظاهرو په مهال 7 زره كسان نيولې شوې دي۔ د ایران ميډيا له مخې حسېن نقوی حسینی وئيلي دي چې د دغې كسانو په اړه نور تفصیلات به بيا جاري كړې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د امریکائي بنديزونو له امله معاشی بدحالی ښکار د ایران اولس په 15 نومبر د پټرول په بيعه كښې د زياتوالي په ضد 3 ورځې مظاهرې كړي چې پكښې ګڼو سرکاری ودانو ، بانكونو ، د پټرول سټېشنو او مارکیټونو ته زيان رسيدلې ؤ۔