
لکھنؤ 26 نومبر (اے پي پي) د هند او افغانستان د انډر 19 لوبډلو ترمېنځه به څلورمه ون ډے (سبا) د زيارت په ورځ په لكنهو كښې كېږي۔ هند ته د يو په مقابله كښې د دوه مېچونو ګټلو بريا ترلاسه ده ۔ هند دوه مېچونو كښې كاميابي ترلاسه كړې خو په درېمه ون ډے كښې افغان لوبډلې ښه كم بېك كولو سره كوربه لوبډلې ته د ھغوي په زمكه په دريو وكټو ماتې وركړې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځمه او آخري ون ډے به په 30م نومبر په لكهنو كښې كېږي