مکه المكرمه ۔ 26 نومبر (اے پی پی) عمرې له راغلې يو 60 كلن افغان وګړې مكه المكرمه كښ د غار حرا څوكې څخه پرېوتو سره په حق ورسېد۔ ده غار څخه د كوزېدو هڅه كوله۔ د شهري دفاع ډلې اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د پېښې ځائې ته ورسېدې او د افغان وګړي مړې ئې ښكته كوز كړو۔ پوسټ مارټم راپور كښې وئيلي شوي چې دا افغان وګړې د غار حرا سر څخه د پرېوتو په نتيجه كښې مړ شوې دې او دې كښې كوم مجرمانه عمل دخل نه لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سعودي د روغتيا وزارت چارواكي عمره كوؤنكو او حج له راتلونكو ته دا تاكيد كوي چې د زيات عمر مشران او كوچنيان دې د غار ثور يا غار حرا زيارت كولو هڅه نه كوي۔