كرغزستان كښې ټرافېكي پیښه٬ څلور تنه مړه

بشكيك 25 نومبر (اے پي پي) په كرغزستان كښې په ټرافېكي پیښه كښې څلور كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي۔ د بېړني صورتحال ځايي وزارت وئيلي دي چې دا پیښه تېره شپه د هېواد په سوئېلي او شمالي سيمه بشكيك اوش كښې رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې يې د يو ماشوم پشمول 4 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي چې پكښې 6 مېرمنې او درې ماشومان شامل دي كوم چې نزدې روغتون ته رسول شوي۔ د پیښې پلټنې روانې دي