جده 25 نومبر (اے پي پي) په جده كښې په جوړ شوي سېمينار كښې د اسلامي مرستې تنظيم د كشميريانو په حالت زار اندېښنه ښودلې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې په دستوره كښې په لويه شمېره سفارتكارو٬ پاكستانيانو او د كشميريانو استازو ګډون وكړو۔ په دې موقع د كشمير په اړه د او آئي سي د عمومي سېكتر اسازې او اسسټنټ عمومي سېكتر يوسف بن محمد الصبيح خاص مېلمه و۔ يوسف بن محمد سېمينار ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د اسلامي مرستې تنظيم د كشميري اولس او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دوي خپلواكې ته اهميت وركوي۔ ده ووئيل چې تنظيم د كشميريانو ملاتړ كوي او دا مسئله د ډېر مودې نه د او آئي سي د مشرانو كنفرنس او د خارجه وزيرانو د كونسل د غونډو په اېجنډا ده۔ ده ووئيل چې تنظيم په كال 1994م كښې د كشمير په اړه يوه رابطه ډله هم جوړه كړې او دا ډله د كشميريانو په ملاتړ كښې پرله پسې غونډې هم كوي او د كشمير په صورتحال ئې اندېښنه ښودلې۔ په دې موقع د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان ووئيل چې كشمير د ملګرو ملتونو په اېجنډا په پخوانيو مسئلو كښې يوه ده۔ ده د او آئي سي غړو هېوادونو ته ووئيل چې د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د قراردادونو له مخې كشميريانو سره شوے لوظ پوره كولو لپاره په هند او نړيواله ټولنه فشار واچوي