هېملټن25 نومبر (اے پی پی) د نیوزی لېنډ او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ د سيريز دوهم او ورستې تېسټ مېچ د روانې نومبر مياشتې 29 مې نېټې څخه هېملټن كښې پېل كېږي۔ كوربه لوبډلې نېوزی لېنډ ته د دوه مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ ماؤنټ مانګینوئی كښې شوي اولني ټېسټ مېچ كښې كيويز انګلېنډ ته يو اننګز او 65 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ دا خبره دې ښكار وي چې د انګلېنډ كركټ لوبډلې دې څخه وړاندې د 5 ټی 20 نړيوالو مېچونو سيريز 3-2 سره ګټلې دې