د هند او بنګله دېش ترمېنځه دوهم ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

كولكته 21 نومبر (اے پي پي) د هند او بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز دوهم ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د نومبر په 22مه نېټه پېل كېږي۔ د هند كوربه لوبډلې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې وركړې۔ په ټېسټ مېچونو كښې د هند لوبډله 300 پوائنټس سره په وړومبي نمبر ده