
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د انګلستان په ضد سېريز لپاره د كركټ د ښځينه لوبډلې د تربيې كېمپ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د نومبر په 21مه نېټه په كراچې كښې پېل كېږي۔ د پاكستان او انګلستان ترمېنځه د درې يو ورځنو او درې ټي ټونټي مېچونو سېريز به راتلونكې مياشت په مالېزيا كښې كېږي۔ تربيتي كېمپ به 9 ورځې روان وي او دې لپاره 21 لوبغاړې رابلل شوې دي چې پكښې بسمه معروف٬ عاليه رياض٬ انعم امين٬خ عروب شاه٬ عائشه ظفر٬ ډيانا بېګ٬ فاطمه ثنا٬ ارم جاوېد٬ جوېريه ودود٬ كائنات حفيظ٬ كائنات امتياز٬ منيبه علي٬ ناهيد خان٬ نشره سندھ٬ عميمه سهېل٬ رامين شميم٬ صبانذير٬ سعديه اقبال٬ ثنامير٬ سدره امين او سدره نواز شاملې دي۔ د پي سي بي له مخې د حتمي سكواډ اعلان به د نومبر په 27مه نېټه كولې شي او قومي لوبډله به د نومبر په 30مه نېټه مالېزيا ته ځي