د هند او بنګله دېش ترمينځھ اولنې ټېسټ مېچ به (نن) پېل كېږي

نوې ډيلې 13 نومبر (اے پی پی) د هند او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمينځھ په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنې مېچ به (نن) د زيارت ورځې څخه اندور كښې پېل كېږي۔ د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځھ شوې د درېو ټي ټونټي مېچونو سېريز كوربه لوبډلې هند 3-1 سره ګټلې ؤ ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د زيارت څخه اندور كښې او دوهم او آخري مېچ به د روانې مياشتې 22 مې نېټې څخه تر 26 مې نېټې كولكته كښې كولې شي