پرتھـ 07 نومبر (اے پی پی) د پاكستان او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټي 20 مېچ به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ په پرتهـ كښې كېږي۔ آسټراليا د پاكستان په ضد د درې ټي ټونټي مېچونو په سېريز كښې يو مېچ ګټلې دے او يو مېچ د باران په نتيجه كښې پاتې شوے۔ د دې سېريز دريم او وروستې مېچ به د نومبر په 8مه نېټه په پرتهـ كښې كېږي۔ د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوه ټېسټ مېچونه كېږي۔ وړومبې مېچ به د نومبر په 21مه نېټه او دوهم مېچ به د نوټبر په 29مه نېټه پېل كېږي۔