چلي كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول

نیویارک 05 نومبر (اے پی پی) د چلی لاپېل سيمه كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس كړې شوي۔ د امريكې جیالوجیکل سروے له مخې زلزله د شپې 7 دقيقې كم 9 بجې راغلې د كومې شدت چې په رېكټر سكېل 6.0 ؤ۔ د زلزلې مرکز په زمكه كښې 49.06 كلوميټره دننه ؤ۔ زلزلې څخه تر دې دمه د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې ۔ د چارواكو له مخې د سونامي وارننګ نه دې جاري كړې شوې