فرانس كښې ترافيكي پیښه – 33 كسان ژوبل

پېرس ۔ 4 نومبر (اے پی پی) فرانس كښې د يو مسافر بس اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 33 كسان ژوبل شوي دي ۔ د ځائي ميډيا له مخې دا پیښه هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو بس پېرس څخه لندن ته روان ؤ چې چې اپوټه شو۔ د پیښې په نتيجه كښې 33 كسان ژوبل شول۔ ژوبل شوو كښې د فرانس 11، د برطانيې 10، د امريكې 5، د رومانیه 2 ، د سپین، آسټریلیا، ماریشس، جاپان، او سری لنکا يو يو وګړې شامل دې۔ ژوبل شوي نزدې روغتون رسولې شوي كومو كښې چې د څلورو حالت د اندېښنې وړ ښودلې شوې