د قرآن كريم تر ټولو لوئے د سنګ مرمر ماډل به مكه كښې لګولې شي

مکه ۔ 04 نومبر (اے پی پی) سعودی عربستان كښې به د قرآن پاک تر ټولو لوئے د سنګ مر مر ماډل لګولې شي۔ دا به 36 میټره پورته وي۔ د سنګ مرمر په 5 مينارونو د قرآن پاك آيتونه نقش دي۔ د سعودی میډیا له مخې د قرآن پاك تر ټولو لوئې نړيوال ماډل الحمراﺀ ته نزدې درېم سركلر روډ سره پېوست د جدې- مكې په ستره لاره د لګولو قوي امكان دے۔ په دې منصوبه به عملدآمد راتلونكو دوو مياشتو كښې پیل شي۔ د قرآن پاک دا ماډل د سنګ مرمر د 5 ستنو مجموعه ده۔ د هرې يوې ستنې رقبه 2X2میټر ده ۔ د کنکریټ اسټېنډ په جوړېدو به د دې اوچتوالې 36 میټره او پلنوالې 24 میټره وي۔ دا د لفظ الجلاله په شكل جوړ كړې شوې ۔ الجلاله د لوئے څښتن په پاكو نامو كښې يوه مباركه نامه ده۔(