د اسرائيلي پوځ د فلسطين په ښونځيو شېلنګ ٬

الخلیل ۔ 4 نومبر (اے پی پی) د فلسطین سوئيلي ښار الخليل كښې د اسرائيلي پوځ په سكولونو د شېلنګ په نتيجه كښې ګڼ شمېر زده كوؤنكي بې هوشه شوي دي ۔ د ځائي فلسطيني ذريعو وېنا ده اسرائيلي پوځ په فلسطينو زده كوؤنكو زهرجن او د اوښكې بهوؤنكې ګاز شېلنګ كړے چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر زده كوؤنكي ٬ استاذان او نور عام وګړي بې هوشه شوي۔ د ځائي ذريعو وېنا ده بې هوشه شوو وګړو ته د مرستې ادارو لخوا طبي مرسته وركړې شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي په فلسطينو سيمو كښې په سكولونو د اسرائيلي ځواكونو لخوا دا ډول بريدونه كېږي