نیپال كښې د مسافرو بس درياب ته پرېوت ٬ 17 كسان مړه

کھټمنډو ۔ 4 نومبر (اے پی پی) نیپال كښې د مسافرو بس درياب ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 17 مسافر مړه شوي دي۔ د نیپال ضلعی پولیس آفس دوهم سپرنټنډنټ مادھو کفلی وئيلي دي دا پېښه د ضلع سندھو پل چوک سوكوټي سيمه كښې د شپې يوه بجه هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو مسافر بس ضلع ډولکھا څخه پلازمينه کھټمنډو ته روان ؤ او په ارانیکو ستره لاره بې قابو كېدو سره بس سونكوشي درياب ته پرېوت چې په نتيجه كښې ئې 17 كسان مړه او د ډرائيور په شمول 50 نور مسافر ژوبل شول كوم چې نزدې روغتون ته رسولې شوي۔ دغسې پولېس د پېښې پلټنې پېل كړې دي