د افغانستان په بلخ ولايت كښې د امنيتي ځواكونو عمليات٬ د 3 ځايې كمانډرانو پشمول 26 وسله وال مړه شول

كابل 04 نومبر (اے پي پي)د افغانستان په بلخ ولايت كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د امنيتي ځواكونو عملياتو كښې لږ تر لږه 26 عسكريت خوښي مړه شوي دي ۔د شمالي سيمې پوځي وياند محمد حنيف وئېلي دي امنيتي ځواكونو چاهاربولاك٬كشندے او زاري سيمو كښې د عسكريت خوښو په ضد عمليات كړي جې پكښې جنګي الوتكې هم كارولې شوي۔د عملياتو په نتيجه كښې د درې ځايې كمانډرانو پشمول 26 عسكريت خوښي مړه او 10 ژوبل شوي۔وياند وئېلي دي عسكريت خوښو سره د ډزو په تبادله كښې يو عسكر هم مړ شوې۔ده ووئيل د امن راوستلو لپاره د عسكريت خوښو په ضد عمليات روان وي