كابل 04 نومبر (اے پي پي) د افغانستان په لوګر ولايت كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 5 طالبان مړه شوي دي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د ولايت پوليس په خپل يو بيان كښې وئيلي دي دا عمليات په شنه كلي سيمه كښې شوي چې پكښې 5 طالبان وژلې شوي او د وسله والو څخه 4 كلاشنكوفونه او راكټ لانچر ترلاسه كړې شوي۔ په دې موقع مائينونه هم شنډ كړې شوي ۔ د امنيتي ځواكونو لخوا د كوم زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې