کھټمنډو 04 نومبر (اے پی پی) نیپال كښې په يوه ټرافكي پېښه كښې 17 كسان مړه او 50 ژوبل شوې دي۔ د مسافرو څخه ډك بس 70 فټ لاندې دریائے سَنکوشی وادی ته پريوتې۔ ځائې چارواكو له مخې په پېښه كښې د ځينې ژوبل شويو كسانو حالت اندېښمن دې۔ پولیس او ځائې وګړو ټوله شپه د مرستې هلو ځلو كښې بوښت ؤ۔ پېښې سره مخ شوي دا بس ډولکھا سيمې څخه پايه تخت کھټمنډو ته روان ؤ۔ دا پېښه د کھټمنډو څخه 120 کلومیټره لري دوری كښې رامخې ته شوي۔