نېلسن 03 نومبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم ټي ټونټي نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ په نېلسن كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د پنځو مېچونو سېريز يو يو مېچ ګټلو سره برابر دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه څلورم مېچ به د نومبر په 8مه او پنځم مېچ به د نومبر په 10مه نېټه كېږي۔