د نيوزي لېنډ او انګلېنډ ترمينځه دوهم ټي ټونټي كركټ مېچ سبا كولې شي

وېلنګټن ۔ 01 نومبر(اے پی پی) د نیوزی لېنډ او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز دوهم مېچ سبا د اتوار په ورځ وېلنګټن كښې كولې شي۔ انګلېنډ ته د نیوزی لېنډ په ضد د 5 مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ مېلمه لوبډلې په اولني ټي ټونټي مېچ كښې كوربه لوبډلې ته 7 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز دوهم مېچ به د نومبر په 3 مه وېلنګټن كښې ٬ درېم په 5 مه نېټه نیلسن، څلورم په 8 مه نېټه نیپئر او پنځم او وروستې ټي ټونټي مېچ په 10 مه نېټه آکلېنډ كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به يو څلور ورځنې ټور مېچ كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنې مېچ به 21 څخه تر 25 نومبر مونټ مونګنوئی او دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به 29 نومبر څخه تر 3 دسمبر هملټن كښې كولې شي