واشنګټن 31 اکتوبر (اے پي پي) د امريكا اولس مشر ډونلډ ټرمپ د تهائي لينډ په پايه تحت بنكاك كښې كېدونكي د آسيان تنظيم مشرانو په غونډو كښې ګډون نه كوي۔ د امريكې مېډيا له مخې د آسيان په دواړو غونډو كښې به د اولس مشر ډونلډ ټرمپ نمائندګي د امريكې قامي سلامتيا صلاحكار رابرټ اوبرائن او د تجارت وزير ولبر راس كوي۔ د آسيان تنظيم غونډه به تر څلورم نومبر بنكاك كښې كېږي۔ د يادونې وړ ده چې تېر كال د دې مشرانو په غونډو كښې د اولس مشر ډونلډ ټرمپ نمائندګي د امريكې نائب صدر مائيك پنس كړې وه