د نيوزي لېنډ او انګلېنډ ترمينځه وړومبې ټي ټونټي كركټ مېچ )نن) كېږي

وېلنګټن 31 اکتوبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز وړومبې مېچ به د نومبر په وړومبۍ نېټه کرائسټ چرچ كښې كولې شي۔ دې نه وړاندې انګلېنډ الېون نيوزي لېنډ الېون ته په اولني ټور مېچ كښې 6 وكټونو سره ماتې وركړې وه او په دويم مېچ كښي نيوزي لېنډ الېون انګلېنډ الېون ته 8 وکټونو سره ماتې وركړې وه۔ د نيوزي لېنډ او انګلېنډ ترمينځھ د باضابطه 5 ټي 20 مېچونو سيريز پېل به د نومبر په اولنۍ نېټه كرائسټ چرچ كښې كېدونكي مېچ څخه كېږي۔ دوهم مېچ به په 3 نومبر وېلنګټن، درېم په 5 نومبر نېلسن، څلورم په 8 نومبر نيپئر او پنځم به په 10 نومبر آكلېنډ كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به د انګلېنډ لوبډله د دوه تېسټ مېچونو سيريز څخه وړاندې يو څلور ورځنې ټور مېچ كوي۔ دغسې د دواړو لوبډلو ترمينځھ اولنې ټېسټ مېچ به 21 څخه تر 25 نومبر مونټ مونګنوئي او دوهم او آخري ټېسټ مېچ به 29 نومبر څخه تر 3 دسمبر هملټن كښې كولې شي۔