کربلا٬ د امنيتي ځواكونو په ډزو كښې 13 كسان مړه

کربلا 31 اکتوبر (اے پي پي) د عراق په کربلا ښار كښې تېره شپه امنيتي ځواكونو د حكومت په ضد احتجاج كوٶنكو مظاهرچيانو باندې ډزو كولو كښې 13 كسان وژلې دي ۔ د طبي او امنيتي ذريعو له مخې د ډزو په نتيجه كښې لږ تر لږه 13 كسان مړه او نهه سووه ته نزدې ژوبل شوې دي۔ د يادونې وړ ده د تېرو پنځو ورځو راهسې د حكومت په ضد د مظاهرو لړۍ روانه ده۔ د نه وړاندې هم په اكتوبر كښې د حكومت په ضد مظاهرو كښې د امنيتي ځواكونو په كاروائيو كښې لږ تر لږه 250 كسان مړه شوې وو