د ډاکټر مليحه لودھي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته آخري وېنا

ملګري ملتونه 31 اکتوبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان موده ترسره كوٶنكې مستقل استازې ډاکټر مليحه لودھي سلامتي کونسل ته خپلې آخري وېنا كښې په مقبوضه کشمير كښې د كرفيو څخه د ځپلې شوو مېرمنو د تحفظ غږ كړې دے٬ سلامتي کونسل كښې د مېرمنو٬ د امن او سلامتيا په اړه بحث كښې برخه اخستو سره دې ووئيل د کرفيو له امله كشميريان د قابضو ځواكونو په رحم او كرم دي چرته چې هندي عسكر مېرمنو سره جنسي تېرې او درندګي كوي۔ دې ووئېل كشميرۍ مېرمنې خپلو ماشومانو ته طبي مرسته نه وركولو سره د دوي زبېرګي اورېدو او شهادت ليدلو ته مجبوره دي