د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې په ډرون بريدونو كښې د داعش 5 غړي وژلې شوي

كابل 30 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې په ډرون بريدونو كښې د داعش 5 غړي مړه او څلور سخت ژوبل شوي دي۔ د ځائي چارواكو له مخې د افغانستان امنيتي ځواكونو د ننګرهار ولايت په هسكه مېنا او مهمندارا سيمو كښې د ترهګرو اډې په ډرون په نخښه كړې چې پكښې 5 ترهګر مړه او 4 سخت ژوبل شوي۔ دغسې امنيتي ځواكونو او پوليس په بېلو ولايتونو كښې عمليات كولو سره په 7 ورځو كښې د يوې مېرمنې پشمول 29 قاچاقبر نيولي دي