د نیوزی لېنډ او انګلېنډ ترمينځه اولنې ټي ټونټي كركټ مېچ سبا كېږي

وېلنګټن ۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د نیوزی لېنډ او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه د 5 ټی ټونټی مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د نومبر مياشتې په اولنۍ نېټه کرائسټ چرچ كښې كولې شي۔ دې نه وړاندې انګلېنډ الېون نیوزی لېنډ الېون ته په اولني ټور مېچ كښې 6 وكټونو سره ماتې وركړې وه او په دويم مېچ كښی نیوزی لېنډ الېون انګلېنډ الېون ته 8 وکټونو سره ماتې وركړې وه۔ د نیوزی لېنډ او انګلېنډ ترمينځھ د باضابطه 5 ټی 20 مېچونو سيريز پېل به د نومبر په اولنۍ نېټه كرائسټ چرچ كښې كېدونكي مېچ څخه كېږي۔ دوهم مېچ به په 3 نومبر وېلنګټن، درېم په 5 نومبر نېلسن، څلورم په 8 نومبر نیپئر او پنځم به په 10 نومبر آكلېنډ كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به د انګلېنډ لوبډله د دوه تېسټ مېچونو سيريز څخه وړاندې يو څلور ورځنې ټور مېچ كوي۔ دغسې د دواړو لوبډلو ترمينځھ اولنې ټېسټ مېچ به 21 څخه تر 25 نومبر مونټ مونګنوئی او دوهم او آخري ټېسټ مېچ به 29 نومبر څخه تر 3 دسمبر هملټن كښې كولې شي