واشنګټن 29 اکتوبر (اے پي پي) امريکې د چين لخوا د افغانانو ترمېنځه د نوو خبرو اترو د منصوبې هركلې وكړو۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې د چين پېشرفت د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د خبرو لړۍ د ناڅاپه ختمېدو نه پس مخې ته راغلے۔ د امريکې لخوا د جاري شوي بيان له مخې په بيجنګ كښې په كېدونكو خبرو كښې د طالبانو نه علاوه افغان سياسي شخصيات هم شاملوي۔ د طالبانو لكخوا په تېره اوونۍ كښې وئيلي شوې وٶ چې چېن خبرو لپاره زمونږ پلاوې بيجنګ ته رابللې دے۔ د دې نه وړاندې دا ډول ملاقات په قطر كښې هم شوې چې شريك كوربه ئې المان ٶ